ډیفالټ ژبه پښتو ته ټاکل شوې

تاريخ

کويډ ۱۹ په ؤړومبي ځل په کال دوه زره نولس کښې د چين د هوبئ صوبي په ووهان ښار کښي سر پورته کړے وو چي په ټول چين کښي د خوريدو نه پس د دنيا نورو ملکونو کښي هم خور شو۔ کويډ ۱۹ په کال ۲۰۰۳ د سارس بيماري نه په تيزي سره زياتيدو د وجي د صحت نړيوالي اداﺭي په ۳۰ جنوﺭي ۲۰۱۹ کي پبلک هيلت ا ايمر جنسي – په عامه توګه ايمر جنسي- اولګوله. مارچ کال ۲۰۲۰ کښي حالات نور هم خراب شول کله چي کويډ ۱۹ د دنيا په مختلفو ملکونو او براعظمونو کښي د خوريدو په وجه عالمي وبا اوګرځولي شوه ۔ د احقيقتونه ددي وبا د زور او ددي په وجه د پيداکيدونکو مسئلو ښکاره کولو د پاره پوره وو۔ ددي حقيقت په ظاهريدو چي ددي وائرس نه د رغيدو دپاره څه غوره دارو نيشته علاوه د اوسني کويډ ۱۹ خلاف جوړ شوي ويکسين نه ،د ضروري شي چي ددي وائرس د مخنيوي د پاره ګامونه لکه زر د بيمارو پته لګول، دا کورونا وائرس په مخنيوي کښي لاس کولے شي۔ ډاکټران او پيراميډيکس د کويډ ۱۹ د مخنيوي د پاره ستر کردار لوبوي خو دي سره عام اولس ته هم په دي وبا د قابو موندو د پاره ددي په حقله معلومات ضروري دي۔ د کويډ ۱۹ نور خوريدو د مخنيوي دپاره ايډيوپيډيا زياتو خلقو ته د موبائل پيغام په دلارے ددي وبا په حقله بنيادي معلومات لکه ددي علامات ، د بچ کيدو طريقي او علاج نه خبرولے شي ۔ د نظام په دي غرض جوړ کړے شوے دے چي عام اولس په اسانه طريقه پوهه کړي شي ۔ دا به په متعلقه معلوماتو خورولو ،د بيماري د مخنيوي په حقله د آګاهي سوا کولو او په اولس کښي ددي وبا په حقله يره ختمولو کښي اهم کردار ادا کولے شي۔